د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې مېشل باشله د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د منحلېدو په اړه اندېښنه ښودلې او  هغه یې د «شاتګ پر لور ګام» بللی دی. نوموړې پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون منحلېدو حیرانه کړې ده.

نوموړې زیاته کړې چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وروستیو کلونو پرمهال په ډېرو سختو شرایطو کې ښه کارونه ترسره کړي او د ټولو افغانانو د بشري حقونو اړوند مسایلو ته یې پام کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مېشل باشله افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملګرو ملتونو مهم شریک بللی او ټينګار یې کړی چې دغه کمېسیون په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره ځواکمن غږ و او منحلېدل یې، یاد هېواد کې د افغانانو او مدني ټولنې لپاره د شاتګ ګام بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې اسلامي امارت د یوه مکتوب په خپرولو سره، «د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د ملي مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا او د ولسي او مشرانو جرګې د دارالانشا ریاستونه» منحل اعلان کړي دي.

د اسلامي امارت له لوري د شپږو دولتي بنسټونو منحلېدو ګڼ‌شمېر غبرګونونه له ځان سره لرل. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان کې د بشري حقونو او ملي مصالحې خبرې روانې دي، د مهمو دولتي ادارو منحلول، له اندېښنو ډک پیغامونه لېږدوي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي و چې افغانستان کې له لسیزو کالونو جګړو وروسته، د نورو ادارو په پرتله دغو دولتي بنسټونو ته اړتیا ډېره لیدل کېږي.

په ورته مهال د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ د اسلامي امارت دې اقدام ته په غبرګون کې ویلي و، قانوني حکومتونه حق لري چې په بنسټونو کې بدلون راولي او دغه چاره د ټاکنو او یا په پارلمان کې د رایې اچونې له لارې شونې ده.

نوموړي زیاته کړې وه چې موسسې هغه وخت اصلاح کېږي چې یوه نوې موسسه رامنځته کړل شي او قانوني تشه نه وي، خو برانټ ټينګار کوي چې د اسلامي امارت په سرپرست حکومت کې دغه څه نه لیدل کېږي.

د اروپايي ټولنې سفیر ټينګار کړی چې د بشري حقونو ملي بنسټونه له نړۍ سره یو ارتباطي پُل دی، خو دغه پُلونه په افغانستان کې د ویجاړۍ په حال کې دي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي جاسپر ویک بیا ویلي و چې د مهمو دولتي ادارو منحلول، په افغانستان کې پر بشرحقونو، د قانون پر حاکمیت او ملي مصالحې یو بل ګوزار دی.

نوموړي زیاته کړې وه چې دغه کړنه به د یوه باثباته افغانستان او ښې راتلونکې ته د رسېدو لپاره د افغانانو هیلې له ستونزو سره مخ کړي. دا په داسې حال کې ده چې د شپږو دولتي بنسټونو منحلېدو، د یادو ادارو نږدې ۶۰۰۰ کارکوونکي بې‌برخلیکه کړي دي.

یو‌شمېر کارکوونکي سلام‌وطندار ته وايي، په داسې حال کې چې دغه بنسټونه تازه منحل شوي، خو دوی له تېرو څو میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

بل‌خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني ویلي و چې د بشري حقونو کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د ملي مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارالانشاو ریاستونه د نه فعالیت له امله منحل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي امارت له لوري دولتي ادارې منحلېږي، بلکې له دې وړاندې هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون او د ښځو چارو وزارت په ګډون یو‌شمېر دولتي بنسټونه د حکومت له تشکیل څخه حذف کړل شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام