د اسلامي امارت سرپرست حکومت په دې وروستیو کې د یوه مکتوب په ترڅ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د ملي مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دارالانشا ریاستونه منحل کړي دي.

د دغو بنسټونو منحل سره شاوخوا ۶زره کارکوونکي له یوه بې‌برخلیکه وضعیت سره مخ دي. دغه کارکوونکي وایي، سره له دې چې دا بنسټونه اوس منحل شوي، خو له څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې د دارالانشا پخواني رييس عبدالقادر ځاځي سلام‌وطندار ته وويل چې په ياده اداره کې ۱۰۰۰ ملکي مامورينو، ۵۰۰ پوځي او دوه زره قراردادي کارکوونکو کار کاوه، خو د کب مياشتې راهیسې يې معاشونه نه دي ورکړل شوي او بې‌برخلیک پاتې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي: «د یوې مسلکي ادارې له‌ منځه وړل ښه کار نه دی. دا د هېواد د راتلونکو ځوانانو لپاره منفي پیغام دی. هغوی په دې اند دي چې لوړو زده‌کړو څخه څه نه جوړېږي، ځکه پایله یې نامعلوم برخلیک دی.»

په همدې حال کې د مشرانو جرګې يوه پخواني مامور چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، سلام‌وطندار ته وويل چې د دې ادارې د فعالیت بندېدو سره شاوخوا ١٥٠٠ کارکوونکي وزګاره شوي او له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

هغه وایي: «اوس هغوی معاش نه لري. ژوند یې ډېر ستونزمن دی. داسې کارکوونکي پېژنو چې کېدای شي، د نن لپاره د خوراک ډوډۍ ونه‌لري. ډېر بې‌زوله دي او نه‌شي کولای چې د معاش پرته د خپل ژوند اړتیاوې تامین کړي.»

د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون یوې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط سلام‌وطندار وویل چې د دې ادارې ۹۱ کارکوونکي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه لري او په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون يو پخوانی کارکوونکی چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، وويل چې د دغه کمېسيون د فعالیت په درېدو سره، شاوخوا ٤٥٠ ساحوي او ولايتي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د هغوى وضعيت د اندېښنې وړ دى. دغه‌راز، د ملي مصالحې عالي شورا او د ملي امنیت شورا لسګونه کارکوونکي هم بې‌برخلیک پاتې دي.

په همدې حال کې د منحل شویو ادارو یوشمېر کارکوونکي د اسلامي امارت سرپرست حکومت پر پرېکړې د نېوکې په څرګندولو سره وایي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې، خپلې دندې له لاسه ورکړې او د خپل ژوند اړتیاوې نه‌شي پوره کولای.

د دې ادارې یوې کارکوونکې تمنا سلام‌وطندار ته وایي: «د کور ډوډۍ برابرونکې وم. د کورنۍ مصرف زما تر غاړې وه. په کور کې اته کسان یوو، اوس په کرایي کور کې ژوند کوو او درې میاشتې کېږي چې د کور کرایه مې هم نه ده ورکړې.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني وایي چې د بشري حقونو کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د ملي مصالحې عالي شورا، د ملي امنیت شورا او د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارالانشاو ریاستونه د نه فعالیت له امله منحل شوي دي.

هغه زیاتوي: «د ۱۴۰۱ لمریز کال ملي بودجه د اوسنیو واقعیتونو پر بنسټ جوړه شوې، ځکه ځینو ادارو ته اړتیا نه لېدل کېږي او کوم فعالیت یې نه‌ درلود او بودجه ورته په پام کې نه ده نیول شوې او منحل شوې دي او ښایي په راتلونکې دا ادارې بېرته فعالې شي.»

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي ادارې د اسلامي امارت له خوا منحل کېږي، له دې مخکې هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون او د ښځو چارو وزارت په ګډون یوشمېر ادارې حذف شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام