د امریکا مالیې وزارت د یوه نوملړ په خپرولو سره ویلي چې دغه هېواد د بشري حقونو د نقض له کبله د افغانستان، چین، ایران او هایتي پر ۲۰ سیاسي او پوځي چارواکو بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د نویو بندیزونو په نوملړ کې د ا.ا د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست خالد حنفي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رییس فریدالدین محمود نومونه هم شامل دي.
خو ا.ا بیا وايي، پر سرپرست حکومت یې د فشار راوړل بېګټې دي. د ا.ا ویاند ذ.بېحالله م.جاهد وايي، د امریکا له لوري د بشري حقونو د نقض له کبله پر نورو بندیز لګېدل بېمنطقه کار دی.
هغه زیاتوي: «په داسې حال کې چې امریکا په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ستر نقضکوونکی هېواد دی؛ نو د بشري حقونو پر نقض د نورو تورنول او بیا پرې بندیز لګول نه یوازې بېمنطقه دي، بلکې د توجیه وړ نهدي.»
د امریکا حکومت ویلي، د ا.ا د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت پر سرپرست محمدخالد حنفي او د علومو اکاډمي پر مشر فریدالدین محمود یې له بشري حقونو د سرغړونې او د ښځو او نجونو له زدهکړو سره د مخالفت له کبله بندیزونه لګولي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرنډېکر پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې امریکا د بشري حقونو د سرغړونو له امله ا.ا مسوول بولي. نوموړې زیاته کړې: «خالد حنفي او فریدالدین محمود په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو په سختو سرغړونو کې ښکېل دي. دا چې د افغانستان نیمایي وګړي یې له حقونو بېبرخې کړي، موږ غواړو چې هغوی ځوابویونکي واوسي.»
په ورته وخت کې د چارو یوشمېر کارپوهان پر دې باور دي چې پر ا.ا د امریکا نوي بندیزونه ښيي چې له نړۍ سره یې د اړیکو جوړولو هڅې ناکامې شوې دي.
د سیاسي چارو کارپوه محمدباقر محسني وايي: «د افغانستان سیاسي انزوا د لا ډېرې بېوزلۍ لامل کېږي او افغانستان به د سیاسي ناورین او نورو ناامنیو خوا ته ولاړ شي. د خلکو نه رضایت او له بلې خوا اقتصادي فشارونه به ورته پایلې ولري.»
باید وویل چې په تېرو دوو کلونو کې نړۍ تل ا.ا د بشري حقونو پر نقض تورن کړی او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار حقونو په اړه د سرپرست حکومت پر چلن نیوکې کړي، خو ا.ا بیا هم د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته پام نهدی کړی.