ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا کانګرېس د بهرنیو چارو وزیر او ځینو نورو امریکایي چارواکو په ګډون نږدې راتلونکې کې غونډه کوي، څو په دې بحث وکړي چې افغانستان کې څه تېر شوي او راتلونکې کې باید څه وشي.

د چارو کارپوه طارق فرهادي سلام‌وطندار ته ویلي چې دا غونډه به د کانګرېس د ډیموکراټو غړیو په غوښتنه نږدې راتلونکې کې جوړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې د کانګرېس ډیموکراټ ګوند غړي ناخوښ دي چې د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا ورسره د افغانستان په اړه ډېر موارد نه‌دي شریک شوي او نه ‌پوهېږي چې تېرو لسو میاشتو کې څه تېر شوي دي.

د هغه په وینا، د ګانګرېس ډیموکراټ ګوند غړي به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څخه وغواړي چې د افغانستان راتلونکې په اړه څه پلان لري.

نوموړي وویل: «دوی به د امریکا ګټو ته په کتو سره غواړی پوه شي چې پلان افغانستان ته څه دی، برنامه څه ده، ایا داسې پلان شته چې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژندل شي یا نه‌شي، په څه شرایطو، هغه څه دي چې په پټ ډول یې وڅېړي او په محرم ډول د بهرنیو چارو وزیر ته خپل نظریات وړاندې کړي او هغه به یې د تصمیم نیولو لپاره حکومت ته وړاندې کوي چې څه باید وشي.»

بل‌خوا د چارو شنونکی نصرت‌الله حق‌پال وايي چې په دې وروستیو کې د امریکا د بېلابېلو فکري او سیاسي مرکزونو او سیاستوالو څرګندونو ته په پام، داسې ښکاري چې د اسلامي امارت پر وړاندې به د تعامل سیاست غوره شي او د امریکا ګټې هم په‌کې نغښتې دي.

د نوموړي په وینا، ښايي د امریکا کانګرېس له لوري کېدونکې غونډه هم چارواکو ته داسې ذهنیت ورکړي چې اسلامي امارت سره تعامل ته اړتیا ده.

«ځکه دوی پوهېړي چې که د امارت پروړاندې د تعامل سیاست غوره نه کړي او خبرو کې دخیل نشي او کوم بندیزونه یا سخت سیاست چې د امارت پروړاندې دی، داسې احتمال شته چی دا تشه به بیا چین روس یا نور هېوادونه ډکه کړي او بیا به امریکا په میدان پاتې وي او هدف به یې هم نه وي ترلاسه کړی.»

خو د نړیوالو چارو کارپوه خپلواک ځاځی په دې نظر دی چې امریکا به اسلامي امارت سره تعامل نه، بلکې فشارونه او بندیزونه به پرې نور هم ډېر کړي.

د نوموړي په وینا، د کانګرېس جوړېدونکې غونډې څخه د افغانستان نوي نظام سره د مرستې تمه نه‌شي کېدی او امریکا ملګروملتونو سره یو لیست شریک کړی چې د اسلامي امارت په ځینو چارواکو د سفر بندیز په ګډون یو لړ محدودیتونه ولګوي.

د هغه په وینا، اسلامي امارت باید لومړیتوبونه له سره وارزوي او د نړیوالو غوښتنې ومني، یا یې هم بدیل پیدا کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان په تړاو د امریکا د کانګرېس د غونډې جوړېدو خبر داسې حال کې ورکول کېږي چې تر دې وړاندې ځینو امریکایي سیاستوالو هم افغانستان سره د تعامل او نرمښت خبره کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام