د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې به د دغه هېواد د ماموریت د پای او وروستیو ډیپلوماټیکو عملیاتو په اړه پلټنې وکړي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسوولانو له قوله لیکلي چې د دغه وزارت پلټونکې به له کابله د امریکايي چارواکو د اېستلو په ګډون، په افغانستان کې د امریکا د حکومت ډیپلوماټیکو فعالیتونو ته بیاکتنه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا عمومي پلټونکې به افغان کډوالو ته د امریکا ځانګړې ویزه او په دغه هېواد کې یې د مېشتولو پروګرام هم وارزوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرېس یوشمېر غړیو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو پر تګلارې سختې نیوکې وکړې. امریکا پر کابل د طالبانو له کنټرول وروسته خپل سفارت وتړه او ډیپلوماټان یې کابل هوايي ډګر ته ولېږدول او له هغه ځایه یې په شاوخوا دوو اوونیو کې نږدې ۱۱۰ زره بهرني وګړي او افغانان واېستل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام