مسکو سبا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه‌توب کوي

ټاکل شوې سبا په مسکو کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي. د روسیې، چین، پاکستان او هند استازي به سبا چهارشنبه په دې غونډه کې د طالبانو د رییس‌الوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري له افغان پلاوي سره وګوري.
د راپورونو له مخې، یاد لوري نن هم د افغانستان په اړه حاشیوي بحثونه کوي.

امریکا په افغانستان کې د خپل ماموریت د پای په اړه پلټنې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې به د دغه هېواد د ماموریت د پای او وروستیو ډیپلوماټیکو عملیاتو په اړه پلټنې وکړي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسوولانو له قوله لیکلي چې د دغه وزارت پلټونکې به له کابله د امریکايي چارواکو د اېستلو په ګډون، افغانستان کې د امریکا ډیپلوماټیکو فعالیتونو ته بیاکتنه وکړي.

د امریکا له رسوايي دوه میاشتې وروسته؛ زلمي خلیلزاد استعفا وکړه

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم تایید کړې چې د زلمي خلیلزاد استعفا منل شوې او پر ځای یې د هغه مرستیال ټوماس وېسټ ټاکل شوی دی. خلیلزاد له طالبانو سره په میاشتو-‌میاشتو خبرواترو سره ونه توانېد چې د افغانستان قضیې ته سوله‌ييزه حل‌لاره ومومي او طالبانو بالاخره په زوره د واک چارې په لاس کې واخیستې.