د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خپل تازه راپور خپور کړ.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۰ کال له جنوري تر اکټوبر میاشتې پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره او ۴۷۷ پېښې په دغه کمېسیون کې ثبت شوې دي.

دا شمېره د ۲۰۱۹ کال په لسو میاشتو کې درې زره او ۹۱۰ ته رسېدله.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غړې شبنم صالحي وايي، عدلي او قضايي ادارو ته د لاسرسي محدودوالی، د ناامنيو ډېروالی، په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدل او په کورونو کې د خلکو کورنټین کېدل لامل شوي چې د تېر کال همدې مودې ته په کتو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ۱۱ سلنه کمې شي.

د نوموړې په وینا، د دوی موندنې ښيي چې کور د ښځو لپاره تر ټولو ناامنه ځای ښودل شوی دی. د هغې په خبره، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره او ۴۷۷ پېښو له ډلې درې زره او ۳۳۱ یې چې ۹۵.۸ سلنه کېږي، په کورني چاپېریال کې شوې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپور له مخې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو معمول ډول فزیکي تاوتریخوالی دی. راپور زیاتوي، په یاده موده کې د فزیکي تاوتریخوالي چې وهل ډبول، د بدن د غړیو پرې کول او د زور کار په‌کې شاملېږي، ۱۲۴۱ پېښې چې د ټولو پېښو ۳۵.۷ سلنه جوړوي، په دغه کمېسیون کې ثبت شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د ۲۰۲۰ کال په لومړنیو لسو میاشتو کې ۲۸۱ د وژنې، جنسي تېري، تښتونې او ځان وژنې پېښې چې ۱۶۷ یې یوازې د وژنې دي، له دغه کمېسیون سره ثبت شوې دي.

لیلما د کورني تاوتریخوالي د قربانیانو له زرګونو هغو یوه بېلګه ده. دغې مېرمنې سلام‌وطندار ته ویلي، له څلورنیمو کلونو راهیسې یې چې واده کړی، تل د خپل خاوند او د هغه د کورنۍ له لفظي او رواني تاوتریخوالي سره مخامخ ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون راپور د ښځو پر وړاندې جنسي تاوتریخوالي ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، دا ډول تاوتریخوالی چې لا هم په افغانستان کې د شرم وړ بلل کېږي، هڅه کېږي چې جنسي پېښې پټې پاتې شي، خو بیا هم د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۱۳۰ پېښې چې ۲۳ یې جدي دي، ثبت شوې دي.

د ۲۰۲۰ کال په لسو میاشتو کې ۱۳۳۹ ښځینه بې‌برخلیکه پاتې شوي، ۵۸ یې له کوره تښتېدلي، ۵۳۶ یې له خاونده د بېلېدو غوښتنه کړې، ۲۴۷ یې ټپیانې شوي او ۳۲۸ نورې یې پر رواني ستونزو اخته شوې دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو ډېرې شمېرې په کابل، کندهار، هرات، بامیان، بلخ، ننگرهار او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

له سزا خوندیتوب، د ناوړه دودونو موجودیت، اداري فساد، ناامني او د حاکمیت کمزوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لاملونه بلل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام