سي‌ان‌ان خبري شبکې د امریکا کانګرېس او بهرنیو چارو وزارت کې  د یوې باخبرې سرچینې له قوله رپوټ ورکړی چې شاوخوا ۸۰ امریکايي وګړي په افغانستان کې شتون لري او غواړي چې له دغه هېواد څخه ووځي، خو له یوې میاشتې راهیسې اسلامي امارت د تخلیې الوتنې درولې دي.

په رپوټ کې ویل شوي، تراوسه روښانه نه ده چې دغه الوتنې به کله پیلېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس هم پرون په یوې خبري ناسته کې په دې اړه روښانه ځواب ورنه کړ، خو وویل چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو وګړو او هغه افغان همکاران چې تر ګواښ لاندې دي،ایستلو ته یې ژمن دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې په لسګونه امریکایان او د دوی کورنۍ له افغانستان څخه وتلو ته په تمه دي.

په همدې حال کې سي‌ان‌ان په دغه رپوټ کې ویلي چې قطري چارواکي د تخلیې الوتنې د بیا پیل لپاره د اسلامي امارت له چارواکو سره په اړیکه کې دي، خو تراوسه یې پایله نه ده ورکړې.

د دغه رپوټ د سرچینې په حواله، اسلامي امارت ویلي، هغه کسان چې په دغو الوتنو کې شتون لري، باید د هغو هېوادونو ویزې ولري چې غواړي سفر وکړي. همداراز یوې بلې سرچینې ویلي، د اسلامي امارت د چارواکو د دې غوښتنې له مخې چې باید دغو الوتنو کې د دوی کسان هم سفر وکړي، ستونزې شتون لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 له دې وړاندې یو‌شمېر امریکايي رسنیو داسې رپوټونو خپاره کړې وو چې د اسلامي امارت ځینو چارواکو غوښتل چې د تخلیې په الوتنو کې باید د دوی کسان هم وي، خو قطر هېواد دغه غوښتنې رد کړې وې او له امله یې له کابل څخه د تخلیې الوتنې ودرول شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام