Asset 1SWN

سلام وطندار

ضیا لانګو: د افغانستان خاوره پاکستان ته مثبت پیغامونه نه راوړي

zia-1 (1)

پاکستاني رسنیو نن جمعه د لړم شپږمه د دغه هېواد د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو د مخکیني وزیر او اوسني سلاکار ضیا لانګو له قوله ویلي چې لا هم د افغانستان خاوره د ترهګرو له لوري د دوی پر ضد استعمالېږي.

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ضیا لانګو ویلي، دوی فکر کاوه چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره به د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي، خو د نوموړي په وینا، د افغانستان خاوره لا هم د ترهګرو له‌خوا استفاده کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

لانګو دا نه دي ویلي چې د افغانستان خاوره د کومو ترهګرو او د کومو موخو لپاره استفاده کېږي. نوموړي وویل: «زما په فکر وسله‌وال بریدونه به يو څه کم شوي وي، خو په مکمله توګه د افغانستان خاوره د پاکستان لپاره مثبت پېغامونه نه راوړي.»

نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبه د بلوچستان چمن ښار کې د پولیو ضد واکسیناتورانو باندې له وسله‌وال برید وروسته یوې خبري ناستې ته کړي دي.

په دې برید کې یو پولیس وژل شوی و. د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار همداراز ویلي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دغه ایالت کې وسله‌وال بریدونه د پخوا په پرتله کم شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په وار وار ویلي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام