د پاکستاني طا لبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي د کابل په کوربه‌توب د پاکستان له حکومت سره تر نامعلومې نېټې اوربند غځولی دی.

د ټي‌‌ټي‌پي له لوري په یوې ویناپاڼه کې ویل شوي چې د ا.ا په منځګړیتوب یې پاکستان څخه کابل ته له ورغلې جرګې سره تر پرمختګ وروسته د اوربند د غځولو پرېکړه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې خبرو په موخه د قبایلي سیمو مشرانو، پخوانیو چارواکو او د پارلمان د ځینو اوسنیو غړیو په ګډون یوه ۵۰ کسیزه جرګه کابل ته راغلې ده.

د ټي‌ټي‌پي په ویناپاڼه کې د پرمختګونو په اړه څه نه دی ویل شوي، خو زیاته شوې چې د سولې خبرې به په راتلونکې کې هم روانې وي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ شوی اوربند دوه ورځې وړاندې د مې میاشتې په وروستۍ نېټه پای ته رسېدلی و.

بل‌خوا اسلام‌اباد او کابل بیا تراوسه د ټي‌ټي‌پي‌ او پاکستان حکومت ترمنځ د اوربند غځېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له تېرې میلادي میاشتې راپدېخوا د ټي‌پي‌ټي او پاکستان حکومت د استازیو ترمنځ په کابل کې د سولې خبرې روانې وې او نوی پړاو یې دوه ورځې مخکې کابل ته د پاکستان د یوې ۵۰کسیزه جرګې له راتلو سره هم‌مهاله پیل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام