د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټام ‌وېسټ وايي، اسلامي امارت هغه تېروتنه تکراروي چې د امریکا متحده‌ ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې وکړه او اسلامي امارت ته یې په واک کې د ګډون زمینه برابره نه‌کړه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ‌وېسټ د امریکا سولې انسټیټیوټ کې د خبرو پرمهال وویل چې اسلامي امارت تراوسه د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره هېڅ هڅه نه ده کړې او باید په دې برخه کې اقدامات وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې له یوه داسې حکومت څخه ملاتړ کوي چې دغه هېواد او ملګري یې ونه ګواښي او د خپلو خلکو حقونو ته درناوی ولري.

وېسټ د داعش د ځپلو په اړه د اسلامي امارت له هڅو ستاینه کوي او زیاتوي، امریکا غواړي په هغو ګامونو باندې چې د القاعدې او داعش پر ضد پورته کېږي، ډاډ ترلاسه کړي.

نوموړي همداراز ویلي، د امریکا غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې، لکه د پاکستاني طالبانو تحریک، جېش محمد او لشکر طیبه فعالیت ونه وکړي.

په ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته ویلي، اسلامي امارت چا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي. نوموړي زیاته کړې، هغه وختونه اوس تېر شوي چې القاعدې به په افغانستان کې فعالیت کاوه.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي همدا ویلي، افغانستان کې د پراخ‌بنسټه حکومت د جوړېدو په اړه د نړیوالې ټولنې، لویدیځو او د سیمې هېوادونو ترمنځ همغږي موجوده ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسلامي امارت بیا په وار وار ویلي چې اوسنی سرپرست حکومت یې ټول‌ګډونه دی او سمون او اصلاح لپاره یې د ژمنو ډاډ هم ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام