د نړیوالو چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې ته نړیواله ټولنه لېوالتیا لري او په دې اړه یې ځینو برخو کې نرمښت هم ښودلی، خو په وینا یې،  د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندنې شرایط لا هم پر ځای دي.

د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه محب‌الله شریف وایې چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې یو له شرطونو د ټول‌ګډونه حکومت جوړول و چې په وینا یې، نړیوالې ټولنې غوښتل په دې حکومت کې د مخکیني نظام ځینې بدنامه او په فساد ککړې څېرې ورشاملې کړي، خو له استخباراتي معلوماتو او ارزونو وروسته داسې معلومېږي چې اوس له دې شرط څخه اوښتي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، نړیوالې ټولنې د پردې ترشاه د اسلامي امارت له چارواکو سره دا منلې چې په ټول‌ګډوني حکومت کې به د اسلامي امارت اړوند کسانو او ملایانو تر څنګ د نورو قومونو ځینې کدرونه هم ځای ورکوي.

محب الله شریف وايي، د نجونو او مېرمنو د حقونو په اړه هم څه نا څه پرمختګ شوی او ښايي اسلامي امارت به په رسمیت وپېژندل شي.

د نړیوالو چارو یو بل کارپوه جاوید مومند وایي، د نړیوالې ټولنې کومې اساسي غوښتنې چې وې هغه اوس په ختمېدو دي او د نوموړي په وینا، یو پر بل پسې د شرطونو عملي کېدل او ځینو نړیوالو غونډو ته د اسلامي امارت د چارواکو وربلل، دا په ډاګه کوي چې په نړیواله کچه یی رسمیت پېژندلو ته هڅې ګړندۍ شوي دي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «باید دلته د ملګرو‌ملتونو سازمان نړیوال بنسټونه لاس په کارشي، دوی باید نړۍ قانع کړي چې اوس اسلامي امارت ځینې شرطونه پوره کړي او که په رسمیت پېژندل کېږی، دا په دی معنې نه ده چې بیا وروسته که اسلامي امارت هر څه کوي، بیا دې نړۍ چوپه پاتې شي. هغه وخت هم بیا ملګري‌ملتونه څار لري.»

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو رییس ولي‌الله شاهین وایي، ځینې هغه موضوعات لکه ټاکنې چې نړیوال يې مطرح کوي، د افغانستان له وضعیت او شرایطو سره برابرې نه دي او اسلامي امارت هم د چا فرمایشونه نه مني.

د هغه په وینا، د مېرمنو کار، د نجونو زده‌کړې او د ښځو حقونو ورکړې ته اسلامي امارت ژمن دي او دا خپل مسوولیت ګڼي چې ډېر ژر یې عملي کړي.

شاهین له نړیوالو سره د اسلامي امارت تعاملاتو ته په کتو هیله څرګندوني چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «تمه او توقوع ده چې د افغانستان اسلامي امارت ډېر ژر په رسمیت وپېژندل شي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر هڅې په دې اړه د ستایلو دي. ډېر سفرونه یې وکړل او قانع کوونکي سفرونه یې وکړل او اوس د نړیوالو لپاره هم داسې پلمه پاتې نه ده چې به هغې منګولې ولګوي چې په اسلامی امارت کی دا ستونزه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه په د هېواد دننه او بهر کې هڅې ګړندۍ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پرون د انګلستان پخواني لوی درستیزهم یوې نړیوالې رسنۍ ته ویلي چې لوېدیځ هېوادونه باید نور دا ومني چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې او باید افغانان په اقتصادي او نورو ستونزو سره ونه ځوروي او اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام