د اسلامي امارت په مشري حکومت نن په کابل کې په لومړي ځل د افغانستان اقتصاد تر سرلیک لاندې کنفرانس جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې د اسلامي امارت رییس‌الوزرا وویل، هغه ټول شرطونه چې د یوه نظام د مشروعیت لپاره اړین دي، اسلامي امارت بشپړ کړي او هېوادونه باید د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

محمدحسن اخند په دغه ناسته کې د خپلې وینا پرمهال پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې دې له نورو هېوادونو وړاندې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان کې امنیت ټينګ شوی او نړیوال بنسټونه باید هېواد کې پانګونه وکړي. نوموړي همداراز وویل چې افغانستان لا هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او له شته ستونزو څخه له وتلو وروسته هم د نړیوالو لاسنوي ته اړتیا لري.

هغه د نړۍ له بشري مرستو هرکلی وکړ او په وینا یې چې لنډمهالې مرستې روان ناورین نه‌شي مهارولی او که چېرته منظم پلان او ګټورې اقتصادي تګلارې جوړې شي، روانې ستونزې به حل او افغانستان به د ابادۍ لور ته لاړ شي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت رییس‌الوزرا د افغانستان اقتصاد تر سرلیک لاندې کنفرانس کې وویل چې د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګلېدل، د دې لامل شوي چې افغانان له یوه ناورین سره مخ شي او دغه شتمنۍ باید ازادې شي.

د نوموړي په وینا، هغه هېوادونه چې ځان د بشر حقونو ملاتړ کوونکي بولي د یادو شتمنیو په کنګلولو سره یې افغانان له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ کړي دي.

بل‌خوا د افغانستان اقتصادي کنفرانس ته د ملګروملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې دیبورا لاینز وویل، افغانستان ته د مرستو راټولولو په لټه کې دي او د لاډیرو مرستو د ترلاسه کولو او د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه به بحثونه دوام وکړي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له نړیوالو پانګوالو او شرکتونو وغوښتل چې افغانستان کې بیلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ده وویل، افغانستان کې امنیت تامین دی او د اسلامي امارت په راتګ سره نړیوال پانګوال کولی شي، د سیمې په اقتصادي اتصال کې مهم رول ولوبوي او افغانستان د نورو دولتونو ترمنځ د تصادم پر ځای د تفاهم مرکز شي.

د اسلامي امارت په مشري حکومت دغه اقتصادي کنفرانس داسې مهال جوړوي چې هېواد کې اقتصادي ستونزې خپل اوج ته رسېدلي او د یوشمېر نړیوالو بنسټونو د ورکړل شویو رپوټونو پر اساس، که چېرته له افغانستان سره اقتصادي مرستې ونه‌شي، د دغه هېواد اقتصاد به وپاشل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مخکیني حکومت له پرځېدو راهیسې، هېواد کې بانکي سیستم له ستونزو سره مخ شوی، وزګارتیا پراخه شوې او روان ژمي له اقتصادي اړخه د افغانانو ژوند تریخ کړی دی.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام