کورونا؛ خلک د «اومېکرون» په اړه د عامه پوهاوي پر نشتوالي نيوکه کوي

د کابل ښار یو شمېر اوسېدوونکي عامي روغتیا وزارت په کم کارۍ او بې غورۍ تورنوي او وايي، په داسې حال کې چې د اومېکرون ویروس د خپرېدو کچه لوړه ده خو یاد وزارت د دغه ویروس د خطرونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړی.

راتلونکى کال به ټول هېواد کې څه باندې ۲۵ ميليونه نيالګي کېنول شي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي چې راتلونکي پسرلي کې به په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنولو پراخ کمپاین پیل کړي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عبدالرحمن راشد نن په کابل کې په دې اړوند جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه وزارت ۲۵.۵ میلیونه نیالګي کېنولو ته چمتو کړي دي.

د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته د نړیوالو لېوالتیا؛ شرایط یې پر ځای دي

د نړیوالو چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې ته نړیواله ټولنه لېوالتیا لري او په دې اړه یې ځینو برخو کې نرمښت هم ښودلی، خو په وینا یې،  د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندنې شرایط لا پر ځای دي. د دوی په وینا، د نجونو او مېرمنو د حقونو په اړه څه نا څه پرمختګ شوی او ښايي اسلامي امارت به په رسمیت وپېژندل شي.

امریکا افغانستان کې د داعش د مشر پر سر لس میلیونه ډالر جایزه ټاکلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د جایزې پروګرام د داعش خراسان ډلې د مشر ثنا‌الله غفاري پر سر لس میلیونه امریکايي ډالر جایزه ټاکلې ده. دغه بنسټ همداراز د کابل هوايي ډګر د برید عاملانو د پېژندنې لپاره هم لس میلیونه ډالر جایزه په پام کې نیولې ده.