هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې له شاوخوا یوې اوونۍ راپدېخوا د افغانستان هېڅ واردات د واګه بندر له لارې دغه هېواد ته نه دي لېږدول شوي.

د دغو رسنیو د رپوټونو پربنسټ، د واګه بندر له لارې د افغانستان واردات د سوېلې اسیا د ازادې سوداګرۍ د سند د لاسلیک پر سر د اختلافونو له امله درول شوي دي. هند، بنګلدېش، پاکستان، افغانستان، بوټان، مالدیف، نیپال او سریلانکا د سوېلې اسیا د ازادې سوداګرۍ سیمې غړي دي چې د ګمرک د نه ورکړې او معاف دوه اړخیز سوداګریز تړون لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هندي رسنیو ویلي، د دې بندر له لارې د وارداتو درېدل چې د هند او افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابروي، د دې کړکېچ له امله سلګونه موټر ولاړ دي او په دې سربېره، هندي او افغان سوداګر یې هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د هند د ځمکني بندر د ادارې «LPAI» یوه چارواکي ویلي: «په تېرو څلور ورځو کې له افغانستان هېڅ موټر نه دی راغلی او ګمرکي چارواکي دې ستونزې ته رسېدنه کوي. له دې وړاندې به شاوخوا شل موټره چې په‌کې پیاز، وچه او تازه میوې شاملې وې، له افغانستانه راتللې.»

هندي چارواکو ویلي چې اوس د افغانستان د سوداګریزو توکو څخه بار ۱۵۰ موټره په پوله کې ولاړ دي او که چېرته دغه بندر په څو ورځو کې پرانستل نه‌شي، مالونو ته به زیان واوړي. د دوي په وینا، هندي سوداګر چې د دې توکو پیسې یې ورکړي، هم زیان وویني.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې پاکستان د دې بندر له لارې له افغانستان سره د هند له لوري مرسته شویو ۵۰۰۰۰ ټنه غنمو ته د لېږد اجازه نه وه ورکړې. د رپوټونو پربنسټ، پاکستان د هند مرسته شویو غنمو د لېږد لپاره یو لړ شرطونه وړاندې کړي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام