اوکراین افغانستان سره د ۱۶زره ټُنه غنمو مرسته وکړه

اوکراین افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د ۱۶زره ټُنه غنمو د مرستې خبر ورکړی دی.

انټرفاکس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، له ۱۵۸۶۹ ټُنه غنمو بار یوه کښتۍ چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري اجرا شوې، د اوکراین له یوه بندر څخه حرکت کړی دی.

ایران: افغانستان ته د هند د مرستو رسولو په برخه کې همکاري کوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه وزارت وزیر امیر عبدالللهیان له خپل هندي سیال سوبر امانیام جې‌شنکر سره په یوې ټيلیفوني اړیکه کې په افغانستان کې د یوه ټول‌ګدونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی. په ورته مهال هندي چارواکي له پاکستان سره افغانستان ته د هند له لوري د ۵۰زره ټنه غنمو د لېږد په برخه کې د خبرو له دوام څخه خبر ورکوي.