هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې پاکستان تراوسه له خپلې خاورې افغانستان سره د هند له لوري مرسته شوي ۵۰۰۰۰ ټنه غنم او درملو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې.

د دغې هندي رسنۍ د رپوټ پربنسټ، پاکستان وړاندې له خپلې خاورې افغانستان ته د هند مرستو ته د لېږد اجازه ورکړې وه، خو تراوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې. هندوستان ټایمز ویلي چې پاکستان د واګه بندر له لارې افغانستان ته د هند د مرستو د لېږد لپاره شرطونه وړاندې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پاکستان هند ته په ټينګار ویلي چې د مرستو ټولې جوپې باید په ډسمبر میاشتې کې ولېږدول شي، په داسې حال کې چې د هندي چارواکو په وینا، هره ورځ د واګه بندر له لارې له ۳۰تر۴۰ باروړونکي موټر لېږدول کېږي او په دغه موده کې د ۵۰۰۰۰ ټنو په اندازه د مرستو لېږد ناشونی دی.

له دې وړاندې د روان کال په اکتوبر میاشت کې هند په افغانستان کې د خراب بشري وضعیت له امله له افغانانو سره د واګه بندر له لارې د ۵۰۰۰۰ ټنو په اندازه د غنمو او درملو د لېږد ژمنه وکړه. پاکستان په دغه برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او وې‌ویل چې د مرستو لېږد باید د افغانستان د باروړونکو موټرو له لوري وشي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تېره میاشت پاکستان ته د خپل سفر پرمهال له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه چې له خپلې خاورې افغانستان ته د هند د مرستو لېږد  ته اجازه ورکړي.

د اسلامي امارت د دغې غوښتنې په ځواب کې د پاکستان لومړي وزیر پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي وو چې له افغانانو سره د مرستې لپاره د اسلامي امارت غوښتنه یې منلې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم هند افغانستان تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په افغانستان کې بشري ناورین ته په پام یې ویلي چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. تراوسه د هند ۱.۶ټڼه مرسته شوي درمل کابل ته رارسېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام