Asset 1SWN

خېبرپښتونخوا کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی

B68B845A-3D3B-44FE-8B18-3FF49BEBC5FF_w1023_r1_s

پاکستاني رسنیو نن (سه‌شنبه د لیندۍ لومړۍ) راپور ورکړی چې پرون دوشنبه د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا په سوېل ټانګ سیمه کې د پاکستان د پوځ د موټرو پر یوه کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

رسنیو سیمه کې د یوه پولیسو چارواکي له قوله راپور ورکړی چې دغه برید کې یوازې ځانمرګی بریدګر وژل شوی او سرتیرو په‌کې زیان نه دی اوښتی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان پوځ تراوسه د یاد برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو امنیتي سرچینو بیا رسنیو ته تایید کړې چې د ځانمرګي برید موخه د یوه پولیس افسر موټر و چې د کورنۍ غړي یې په‌کې سپاره وو.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات شوي، خو د دغه هېواد پوځ ادعا کوي چې یاده سیمه کې یې د ترهګریزو بریدونو مخه نیولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام