پاکستاني رسنیو نن سهشنبه د لړم لسمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په اړوند سیمه کې د یوه وسلهوال برید پر مهال دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله ویلي، برید د بلوچستان ایالت اړوند هرنايي شاهرګۍ کمان سیمه کې هغه مهال شوی چې سرتیري د وسلهوالو پر ضد پر چاڼیزو عملیاتو بوخت وو.
د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې بیا ویلي، دغه برید کې دوه سرتیري او څلور وسلهوال وژل شوي دي. پېښه پرون دوشنبه د لړم نهمه رامنځته شوې ده.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ دغه عملیات داسې مهال بلوچستان کې روان دي چې څو ورځې وړاندې بلوڅ بېلتون غوښتونکو د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې وه چې د پاکستان د پوځ یو سرتېری او د پوځ د استخباراتي ادارې «اېمای» یو جاسوس یې نیولی دی.
د پاکستان پوځ بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
بلوڅ بېلتون غوښتونکو د دغه دوو کسانو د خوشېکېدو په بدل کې حکومت ته یوه اوونۍ وخت ورکړی او د خپلو کسانو د خوشېکېدو غوښتنه یې ترې کړې وه.