په خوست کې یوې سرچینې ویلي، بېګاه شپه د یاد ولایت نادر شاه کوټ ولسوالي کې د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې د یوې کورنۍ د دوو ماشومانو په ګډون څلور غړي مړه شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه کسان په یوه موټر کې سپاره وو او موټر یې سېلاب وړی چې له امله یې څلور واړه مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د یادو کسانو د کورنۍ یوه غړي سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه یې د کورنۍ څلور غړي سېلاب وړي او مړه شوي دي. دغه کسان د پکتیا اصلي اوسېدونکي وو. د خوست ځايي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې بېګاه په میدان‌وردګ کې هم د سېلابونو راوتلو له امله درې کسان مړه شوي دي.

د میدا‌ن‌وردګ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په جلریز ولسوالي کې درې کسانو د سېلابونو راوتلو له امله مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې ترڅنګ د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم بېګاه شپه سخت بارانونه شوي چې له امله سېلابونه راوتلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام