کرېکټ؛ افغانستان او ایرلنډ نن درېیمه شل اووره لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرېټ ملي لوبډلې نن د پنځو شل اووره سیالیو په درېیمه لوبه کې د یو بل پروړاندې لوبه وکړي.

ټاکل شوې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت ۷ بجې پیل شي. افغانستان له دې وړاندې په دوو شل اووره سیالیو کې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پروړاندې ماته خوړلې ده.

لوګر کې سېلابونه؛ درې ښځې مړې شوي

د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال درې ښځې مړې شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د یاد ولایت د والي ویاند عمر منصور سلام‌وطندار ته ویلي، د شویو اورښتونو له کبله په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي. د عمر منصور په وینا، په څرخ ولسوالي کې د راوتلو سېلابونو له کبله درې ښځې مړې شوې دي.

خوست کې د سېلابونو راوتلو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي

په خوست کې یوې سرچینې ویلي، بېګاه شپه د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې د یوې کورنۍ د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي. بل‌خوا د یادو کسانو د کورنۍ یوه غړي سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه یې د کورنۍ څلور غړي سېلاب وړي او مړه شوي دي.

میدان وردګ کې سېلابونو درې کسان مړه کړي

په میدان‌وردګ کې چارواکي وايي، د دغه ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو کې د بېګاه شپې اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال درې کسان مړه شوي دي. د مېدان‌وردګ د پېښو پروړاندې د چمتووالي رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه په سیداباد، چک او جلریز ولسوالیو کې د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي دي. جلالي زیاته کړې چې د جلرېز «دره بوغه» سیمه کې د راوتلو سېلابونو له امله یوه مېرمن او دوه ماشومان مړه شوي.