په میدان وردګ کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو کې د بېګاه شپې اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال درې کسان مړه شوي دي.

د میدان وردګ د پېښو پر وړاندې د چمتوالي رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه په سیداباد، چک او جلریز ولسوالیو کې د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جلالي زیاته کړې چې د جلرېز «دره بوغه» سیمه کې د راوتلو سېلابونو له امله یوه مېرمن او دوه ماشومان مړه شوي او ترڅنګ یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د همدې ولسوالي په «سیاخاک» سیمه د سېلابونو له کبله د کابل-بامیان لاره هم تړل شوې چې سلګونه موټر دواړو خواو ته بند پاتې دي.

له دې سره هم‌مهاله د یاد ولایت د سیداباد ولسوالي «تنګي دره» کې سېلابونو په لسګونه هستوګنیز کورونه نړولي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.

دا په داسې مهال ده چې بېګاه په پکتیا کې هم د شویو بارانونو له امله مرکز ګردېز ښار کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هواپېژندنې ملي ادارې پرون په یوې خبرپاڼه کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې پرون او نن د سختونو اورښتونو او له امله یې د سېلابونو راوتلو اټکل کړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام