د زابل ځايي مسولان وايي، یوشمېر ولسواليو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي، تراوسه یې د شلو کسانو ژوند اخیستی دی.

د زابل د عامې روغتيا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي سلام‌وطندار ته وویل، دغه تلفات بېلابېلو ولسواليو کې اوښتي، خو يوازې د دای‌چوپان ولسوالي د «دوزي» سیمې «صادق» کلي کې د مولوي شفیق په نامه د یوه دیني عالم د کورنۍ ۷ غړي  سېلاب وړي، چې د دریو تنو جسدونه يې موندل شوي او څلور نور يې لا هم نادرکه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ورښتونو او سېلابونو د زابل ولسوالیو کې کرنیزې ځمکې او د کروندګرو حاصلات هم له منځه وړي، د خلکو کورونه یې نړولي او زیات شمېر لمریزې هندارې یې هم ماتې کړې دي.

بلخوا د زابل سرپرست والي سلیمان‌آغا بهیر د دې ولایت ټولو ولسوالانو ته لارښوونه کړې چې د اختر په مناسبت دې رخصتي نه‌کوي، په خپلو کار ځایونو کې دې پاتې شي او د رامنځته شویو زیانونو سنجش دې وکړي، ترڅو له زیانمنو شویو خلکو سره بیړنۍ مرستې وشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د زابل ځايي چارواکي وايي، ښايي ولسواليو کې د سېلابونو او ورښتونو له کبله د رامنځته شوې مرګژوبلې کچه نور هم لوړه شي، ځکه چې له ځينو لرې پرتو سيمو سره ټلیفوني اړیکې پرې شوي او وروستي جزییات یې نه دي ورکړل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام