د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان کړی چې د اقلیمي بدلون، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالو باوري سازمانونو د وړاندیونو پربنسټ، د کابل په سندیزه حوزه کې د اورښتونو له کبله د سېلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې ده.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د چنګاښ میاشتې تر څوارلسمې نېټې د کونړ، پکتیا او خوست ولایتونو په سیندیزو حوزو کې د اورښتونو، د واورې د ویلې‌کېدو او د اوبو د کچې لوړېدو له امله د سېلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د انرژۍ او اوبو وزارت د یادو شویو سیمو څخه د ټيټو سیمو له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د اوبو ډېرېدو او یا هم د اوبو د کچې لوړېدو پرمهال سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه کسان چې په لوړو سیمو کې اوسېږي، د سېلابونو د راوتلو پرمهال د ټيټو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي، څو د ځاني تلفاتو مخه ونیول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام