د اسلامي امارت او ایران بهرنیو چارو وزیرانو امیر خان متقي او عباس عراقچي د سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن چهارشنبه د ثور ۲ / اپرېل ۲۲ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دواړو لورو دغه ټلیفوني اړیکه کې پر دوه اړخیزو اړیکو هم بحث کړی.
ښاغلي متقي دوه اړخیزې همکارۍ مثبتې او مخ پر وده بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچې لوړېدو څخه یې خوښي ښوولې.
همدارنګه هغه د ایران او امریکا له لوري پر ډیپلوماسۍ ولاړه تګلاره مهم ګام بللی او د خبرو او مذاکرې له لارې یې د مسایلو په حلوفصل ټینګار کړی دی.
ورته وخت کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دوه اړخیزو اړیکو کې شوي پرمختګونه او مخ پر وده همکارۍ د ستاینې وړ بللې.
دغهراز ښاغلي عراقچي امیرخان متقي ته د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو وروستي وضعیت په اړه هم مالومات ورکړي دي.