د پکتیا د ځاځي‌اریوب ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې بېګاه په دغه ولسوالي کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د ځاځي‌اریوب ولسوالي یوه اوسېدونکي کریم‌الله سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغې ولسوالي په «روکیانو» سیمه کې یو ډاډسن موټر سېلاب وړی چې له امله یې دوه ماشومان مړه شوي او درې کسان نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

بل‌خوا د پکتیا محلي مسوولان هم تاییدوي چې پرون په ځاځي‌اریوب ولسوالي کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د پکتیا په مرکز ګردېز، زرمت، لجې منګل، ځاځي‌اریوب او میرزکې ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو له امله خلکو ته پراخ زیانونه اوښتي او د سېلاب ځپلیو کورنیو د هستوګنې لپاره په مرګز ګردېز کې یو لنډ‌مهاله کمپ هم جوړ شوی چې د زرمت ولسوالي څه باندې سل کورنۍ به په‌کې ځای پر ځای شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام