د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې وروستیو اورښتونو د بالاحصار تاریخي ودانۍ ځینو برخو ته زیان رسولی او د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقيار احمدزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د ګردېز تاريخي بالاحصار ودانۍ د وروستيو اورښتونو له امله د نړيدو له ګواښ سره مخ ده او ځينې برخې یې نړېدلي هم دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، که د یاد بالاحصار ودانۍ بیارغولو ته پام ونه‌شي او کارونه یې پر وخت پیل نه‌شي، ښايي ونړېږي. خالقیار همداراز زیاتوي چې په دې اړه يې ولايت مقام سره هم خبرې کړي او ياده موضوع به د اطلاعاتو او فرهنګ تر وزارت هم ورسوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې په پکتیا کې د وروستیو ورځو پرمهال سخت اورښتونه شوي چې له امله یې په یو‌شمېر سیمو کې سېلابونه هم راوتلي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام