د پکتیا بالاحصار د پاتې ۲۰سلنه سروې چارې پیل شوې

پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د «بالاحصار» د بیارغونې په موخه د تخنیکي سروې د پاتې ۲۰سلنه سروې چارې پیل شوې دي.

د پکتیا د ښار او کور جوړولو ریاست رییس عبیدالله رشاد وايي چې د ښار او کور جوړولو وزارت له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ د یاد بالاحصار د پاتې سروې چارې پیل کړي دي.

پکتیا کې وروستیو اورښتونو د بالاحصار تاریخي ودانۍ ځینې برخې نړولي

د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د بالاحصار ودانۍ ويجاړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د بالاحصار ودانۍ ځینې برخې د وروستیو اورښتونو له امله سختې زیانمنې شوي او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.