Asset 1SWN

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: راتلونکی کال هېواد کې ۲۰۰ تاریخي ابدې رغوو

IMG-20230314-WA0026

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي پکتیا ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته ویلي چې ټول هیواد کې ۵۰۰۰ تاریخي ابدې ثبت دي چې له ډلې یې شاوخوا ۲۰۰ بیارغونې ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، د کابل په ګډون ټولو ولایتونو کې د تاریخي ابداتو ځمکې په تېرو کلونو کې د سیمې د خلکو او زورواکو له خوا غصب شوي چې د یادو ځایونو تاریخي ارزښت ته یې زیان اړولی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړې، چا ته به اجازه ورنه کړي، څو د تاریخي ځایونو ځمکې غصب کړي او یا یې هم تاریخي ارزښت زیانمن کړي.

نوموړي وویل: «افغانستان د تمدنونو ټاټوبی دی، نو تقریبا د ۵زره په شاوخوا کې تاریخي ابدې دي چې یا ثبت دي او یا د ثبت په مرحله کې دي. په هغوی کې چې موږ د نوي کال لپاره په نښه کړي، د ۲۰۰ په شاوخوا کې تاریخي ابدې دي چې یا نیمه تخریب شوي یا نړېدلې یا د نړېدو له ګواښ سره مخ دي چې د رغونې او استحکام لپاره یې موږ په نوي کال کې برنامې لرو.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین زیاته کړه چې پکتیا کې یې هم د ګردېز له بالاحصار څخه لیدنه کړې او په وینا یې، د غونډۍ ډېری ځمکې غصب شوي دي.

نوموړي وویل چې د پکتیا د بالاحصار کلا د واورو او ورښتونو له امله زیانمنه شوې، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورته بودیجه ځانګړې کړې او راتلونکي کال کې به یې د بیارغونې چارې پیل شي.

هغه وویل: «د نوي کال په پیل سره زموږ تر ټولو مهمه برنامه د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات دا ده چې د پکتیا  ګردېز د تاریخي بالاحصار په رغونه، ډیزاین او طرحه باندې کار کوو. خپل امکانات هم چې کوم په واک کې لرو هغه به هم کارو، له نړیوالو فرهنګي بنسټونو هم غوښتنه کوو چې په دغه کار کې له موږ سره همکار شي.»

د ګردېز د بالاحصار د جوړېدو ژمنې د تېر حکومت پرمهال هم څو ځله شوي او ان تر دې چې د کار د پېلېدو خبره یې هم شوې وه، خو د یاد تاریخي ځای د جوړېدو کارونه پیل نشول.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیا اوسېدونکي د اسلامي امارت حکومت څخه غواړي چې د ګردېز د بالاحصار د جوړېدو خبره یوازې ژمنه پاتې نه‌شي، بلکې د رغونې کارونه یې په عملي توګه پیل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام