«د اسلامي امارت یوه غړي د پخواني ولسمشر کور غصب کړی»

د پخواني ولسمشر ورور حشمت غني احمدزی وایي چې د اسلامي امارت یوه لوړپوړي چارواکي ابراهیم حقاني د پخواني ولسمشر محمداشرف غني کور غصب کړی دی.
هغه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، سره له دې چې څو ځله یې د اسلامي امارت یوه چارواکي ابراهیم حقاني ته خبر ورکړی چې د پخواني ولسمشر کور خوشې کړي، خو په وینا یې، خبره یې نه ده اورېدل شوی.

لوګر کې غصب شوې ځمکې بېرته را ګرځول کېږي

د لوګر د پل‌علم ښاروال مولوي اسحاق سعید سلاموطندار ته وویل، اسلامي امارت د دغه ولایت په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي هڅې پیل کړې دي.
هغه وویل، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه یو کمېسیون ټاکل شوی او ډېر ژر به غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او غاصبان به هم د قانون منګولو ته وسپاري. د لوګر اوسېدونکي هم د اسلامي امارت له لوري د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي هرکلی کوي.

پکتیا کې د افغان سیکانو او هندوانو ځمکې نیول شوي

د پکتيا په مرکز ګردېز کې اوس د افغان سيکانو له ډلې يوازې یوه کورنۍ ژوند کوي. هندوان او سیکان وايي، په ګردېز کې يې ځينې ځمکې نیول شوي او يا یې د کورنيو له زياتېدو سره شته ځمکې ورته بسنه نه کوي. دوی له دولت څخه غواړي چې یاده ستونزه حل کړي.
جګمون سنګ بشردوست چې يوناني درملتون لري، په پکتیا کې د خلکو له چلن څخه خوښ دی او له مسوولانو غواړي چې د کاروبار پراخېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.