Asset 1SWN

د ټولګټو وزارت: هېواد کې د ۷۸۱ کیلومټره واټونو د بیارغونې چارې روانې دي

وزارت-فواید-عامه-q9vwbx4vesxpkclzwcck9too6vd2rky6qqj2e1zm2w

د ټولګټو وزارت مسوولانو نن (د زمري دویمه، د دوشنبې ورځ) ملت ته د دولت حساب ورکونې غونډه کې وویل چې اوس د هېواد په کچه د ۷۸۱ کیلومټره واټونو د بیارغونې چارې روانې دي.

د دوی د معلوماتو پر بنسټ، د دغو واټونو د بیارغونې پیسې د ټولګټو وزارت له بودیجې او همدا راز، د کانونو له عوایدو ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه وزارت وايي چې په ۴۲۱ میلیونه افغانیو یې ۱۲۵ پروژې پلې کړې دي. د کابل‌-‌کندهار، کندهار‌-‌هرات او سالنګ لویې لارې هغه مهمې پروژې دي چې د ټولګټو وزارت یې د چارو د دوام خبر ورکوي.

د ټولګټو وزارت د تدارکاتو رییس امان‌الدین حبیبي وايي: «د ۷۸۱ کیلومټره واټونو د بیارغونې چارې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پیل شوي چې د بېلګې په توګه یې د سالنګ لویې لارې ۸۰ کیلومټره واټ، په اوو ولایتونو کې د کابل‌-‌کندهار لویې لارې بیارغونه او د روزګان‌-‌دهراود ۱۷۰ کیلومټره واټ رغولو ته اشاره کولای شوو.»

یاد وزارت د واټونو د زیانمنېدو مخنیوي او ساتنې برخه کې د جدیت په اړه ډاډ ورکوي. د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال عبدالکریم فاتح وايي، اوس د ډېر وزن لرونکو موټرو د مخنیوي لپاره په ۲۱ ولایتونو کې پر لویو لارو ۴۱ تلې فعالې دي او په پام کې لري چې دا شمېر په ۳۱ ولایتونو کې ۷۶ ترازوګانو ته ورسوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا داسې مهال ده چې خلک د هېواد په بېلابېلو برخو کې د لویو لارو او واټونو د خرابوالي په اړه شکایتونه کوي او دا د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي یو ستر لامل هم ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام