د ټولګټو وزارت: د سالنګ تونل رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس سلام‌وطندار ته ویلي چې د سالنګ تونل په ګډون د یادې لویې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي.

حق‌شناس زیاته کړه چې د سالنګ تونل د لومړۍ طبقې د کانکرېټ اچوونې چارې تر یوه کیلومټر بشپړې شوي او په وینا یې، هڅه کوي چې چارې یې ژر بشپړې کړي.

ټولګټو وزارت: نړیوال بانکونه دې افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي

د ټولګټو وزارت مسوولان نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سړک او  پلونو د جوړولو او استنادي دیوالونو د پروژو د بشپړېدو خبر ورکړ. هغوی له نړیوالو سازمانونو څخه غواړي چې په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.