د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس سلاموطندار ته ویلي چې د سالنګ تونل په ګډون د یادې لویې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي.
حقشناس زیاته کړه چې د سالنګ تونل د لومړۍ طبقې د کانکرېټ اچوونې چارې تر یوه کیلومټر بشپړې شوي او په وینا یې، هڅه کوي چې چارې یې ژر بشپړې کړي.
که څه هم نوموړی د یادې لارې د چارو بشپړېدو کره نېټه نه په ډاګه کوي، خو وايي چې سړه هوا به یې د کار پر وړاندې خنډ رامنځته کړي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس همداراز وویل چې د سالنګ بدیلې لارې د «خاواک کوتل او دوشي-بامیان» لارې پر جوړېدو هم کار روان دی او په وینا یې، مسافرین دې له زغم او احتیاط کار واخلي.
د سالنګ لویې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې نږدې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې دي. دغه لویه لاره د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
سربېره پر دې سالنګ لاره د هېواد له مهمو لویو لاره څخه شمېرل کېږي چې د مسافرو سربېره ګڼشمېر سوداګریز توکي له همدې لارې د هېواد له شمال، سوېل، ختیځ او له سوېل او ختیځ څخه شمال ته لېږدول کېږي.