Asset 1SWN

د تورخم او سالنګ لويې لارې تړل کېدل؛ کابل کې د توکو بيې لوړې شوي

images (4)

د تورخم او سالنګ لويو لارو له تړل کېدو وروسته، د کابل ښار بازارونو کې د ځینو خوراکي او سوند توکو بیې لوړې شوي دي.

پلازمېنه کې د خوراکي او سوند توکو یوشمېر پلورونکي وايي، دې وروستیو ورځو کې د اوړو، مایع غوړیو، بورې، مایع ګازو او تېلو بیې لوړې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وينا، د يادو لويو لارو له تړل کېدو وروسته د تېرې اوونۍ په پرتله د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي. د کابل تهیه‌مسکن بازار کې د خوراکي توکو پلورونکي عبدالرازق وايي، د یوه ټن اوړو بیه کې ۳۰ ډالره بدلون راغلی چې د یوې بورۍ اوړو بیه له ۱۵۰۰ څخه ۱۷۰۰ ته لوړه شوې ده.

نوموړي وويل: «سالنګ بند دی او د شيبر له لارې يې چې راوړو، ډېره کرايه پرې راځي، اوس يو ټن اوړه په ۵۰ ډالره تمامیږي.»

په همدې حال کې د خوراکي توکو يوه بل پلورونکي عبدالباري هم سلام وطندار ته وويل چې د تورخم دروازه تړل شوې او له امله يې د يو من بورې بيه له ۴۸۰ څخه ۵۵۰ ته لوړه شوې. «تېره اوونۍ يو من بوره ۴۸۰ افغانۍ وه، د تورخم دروازې تړل کېدو وروسته ۵۵۰ ته لوړه شوې.»

د تېرو څو ورځو پر مهال کابل ښار کې د تېلو او ګازو په څېر د سوند توکو بیې هم لوړې شوي دي. کابل ښار کې د ګاز او تېلو يوشمېر پلورونکي وايي، تېرو څو ورځو کې د یو لیټر تېلو بیه ۷ افغانۍ او د یو کیلو اوبلن ګازو بیه هم تر ۵ افغانۍ لوړه شوې.
د کابل ښار تایمني څلورلاره کې ګاز پلورونکي علي‌خان وويل: «ګازو کې پنځه افغانۍ بدلون راغلی. تېره اوونۍ مو يو کيلو ګاز په ۵۵ افغانۍ خرڅاوه، خو اوس يې ۶۰ افغانۍ پلورو.»

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د خوراکي او سون توکو د نرخونو کنټرول لپاره دې حکومت جدي پاملرنه وکړي، څو د بې ثباتۍ مخه ونیول شي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکی هاشم وويل: «په کمو تغييراتو سره کابل کې د توکو بيې لوړېږي او خلک بې وزله دي. ما خپله نن اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ واخيستل، سړی د ورځې ۱۰۰ او يا ۲۰۰ کار کوي او دا څه ډول پوره کړي.»

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، د تورخم لارې پرانيستلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي. «د تورخم لاره د تجارت لپاره تړل شوې او حکومت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا مسله څاري او پاکستاني لوري سره خبرې روانې دي چې رامنځته شوې ستونزه حل شي.»
خو کابل ښاروالۍ وايي چې د بازار د وضعیت تر څېړلو وروسته به د خوراکي توکو د پلور لپاره نرخونه وټاکي او د بازار د بې ثباتۍ مخه به ونیسي.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت الله بارکرزي په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «موږ ټول هغه عناصر چې د نرخ نامې په ټاکلو کې اغېز لري، څېړو او وروسته به نرخنامې ووېشو، کله چې ووېشل شوې، د اجرا وړ دي او سرغړونکو سره به جدي چلند کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د سالنګ لویه لاره چې له دې لارې د کابل ۵۰ سلنه مصرفي توکي لېږدول کېږي، د نامعلومې مودې لپاره تړل شوې او د تورخم لاره هم د تېرې چهارشنبې پر ورځ د پاکستاني او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته تړل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام