Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل؛ د تېرې ورځې برید کې د وژل شويو شمېر ۱۰ او د ټپیانو ۵۲ ته پورته شو

kabul attack

 

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د ولسي جرګې د غړي خان‌محمد وردک د موټرو پر کاروان د تېرې ورځې ترهګریز برید کې د وژل شويو شمېر ۱۰ او د ټپیانو ۵۲ ته پورته شوی دی.

صالح نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، له ټپیانو یوازې ۶کسان یې په روغتون کې پاتي او نور یې چې سطحي ټپیان وو، خپلو کورونو ته تللي دي.

نوموړي ويلي، قربانیانو کې یو ۶ کلن ماشوم هم شامل دی.

د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو، د کابل ښار د پنځمې ناحیې «سپین‌کلي» سیمه کې د خان‌محمد وردک د موټرو پر کاروان برید کې د نوموړي په ګډون ۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د ملي شورا دواړه جرګې له حکومته غواړي چې د ولسي استازو او سناتورانو امنیت ونیسي.

طالبانو دغه برید کې چې کورنیو او بهرنیو غبرګونو سره مخ شوی، لاس درلودل رد کړي او کومې بلې ډلې یې تراوسه مسوولیت نه دی منلی.

د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ وويل، د وسله‌والو طالبانو بريدونو کې په تېرو  ۳ میاشتو کې کې  ۳۷ ځانمرګي بریدونه او ۵۱۰ چاودنې کړې دي چې له کبله يې نږدې ۵۰۰ ملکيان وژل شوي او له يو زر او ۵۰ نه ډېر ټپيان شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام