کابل؛ د تېرې ورځې برید کې د وژل شويو شمېر ۱۰ او د ټپیانو ۵۲ ته پورته شو

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د ولسي جرګې د غړي خان‌محمد وردک د موټرو پر کاروان د تېرې ورځې ترهګریز برید کې د وژل شويو شمېر ۱۰ او د ټپیانو ۵۲ ته پورته شوی دی.

صالح نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، له ټپیانو یوازې ۶کسان یې په روغتون کې پاتي او نور یې چې سطحي ټپیان وو، خپلو کورونو ته تللي دي.