Asset 1SWN

امریکا کې د سرطان یوه ناروغ ۱.۳۲ میلیارډ ډالرو لاټري ګټلې

Cheng "Charlie" Saephan holds display check before speaking during a news conference where it was revealed that he was one of the winners of the $1.3 billion Powerball jackpot at the Oregon Lottery headquarters on Monday, April 29, 2024, in Salem, Ore. (AP Photo/Jenny Kane)

د امریکا د فلوریډا ایالت په اورېګون کې د سرطان ناروغۍ یوه ناروغ د «اورېګون لاټري» ۱.۳۲۶ میلیارډ ډالر ګټلې دي.

په اورېګون کې د «اورېګون لاټري مرکزي دفتر» دوشنبه، اپرېل ۲۹مه، په یوه کنفرانس کې مېرمن او خاوند چینګ، دوانپین سېفن او د دوی ملګری چاو لایزا د روانې میاشتې د پیل شوې لاټري ګټونکي اعلان کړل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د «اې‌بي‌سي» خبري شبکې د راپور له مخې، چینګ د لاوس هېواد اوسېدونکی دی او په ۱۹۹۴ کې امریکا ته کډوال شوی چې اوس د دغه هېواد په پورټلنډ کې ژوند کوي.

نوموړي د یادې لاټرۍ تر ګټلو وروسته جوړ شوي کنفرانس ته وویل چې له تېرو اتو کلونو راهیسې د سرطان له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی او ګټلې لاټري به یې ژوند بدل کړي.

سیفن یاد خبري کنفرانس ته وویل: «زه د خپلې کورنۍ لپاره خوشحاله یم، دوی به ښه ژوند ولري. زه د سرطان سره مبارزه کوم، نو فکر کوم چې څنګه به ټولې پیسې ولګوم. اوس یو ښه ډاکټر موندلی شم او زه او مېرمن مې پلان لرو چې د خپلو ګټلو پیسو سره یو کور واخلو.»

سېفن د یادې لاټري ګټلو لپاره شل ټکټونه اخیستي وو چې یاده لاټري د ډېرو پیسو د ګټلو لاټرۍ په ډله راځي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د امریکا د پاوربال جک‌پاټ لاټري د دغه هېواد په ۴۴ ایالتونو او د کلمبیا ځینو سیمو ترڅنګ د ویرجینیا ټاپوګانو او پورتوریکو کې اداره کېږي. د هر پاوربال بیه دوه ډالره ټاکل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام