هیل ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې د امریکا د مارېسټ پول څېړنیز بنسټ له لوري د شوې ټول‌پوښتنې پر بنسټ، د امریکا ولسمشر جو بایډن په کمساري توګه د دغه هېواد د وګړو ترمنځ خپل شهرت له لاسه ورکړی او دغه کچه ۴۲سلنې ته رسېږي.

په دې ټول‌پوښتنه کې یوازې ۲۹ سلنه ځواب ویونکو د امریکا د ولسمشر د فعالیتونو ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې ۶۶ سلنه ځواب ورکوونکو د هغه د فعالیتونو په اړه منفي نظر درلود. د نظر پوښتنې پر بنسټ، ۸۷ سلنه ډیموکراټان او یواځې ۴سلنه جمهوري غوښتونکي د بایډن د فعالیتونو په اړه مثبت نظر ورکړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې ټول‌پوښتنه کې چې په روان میلادي میاشت کې شوې، ویل شوي چې په خپل هېواد کې یې د امریکا د ولسمشر محبوبیت ۴۲ سلنه ښودل شوی چې د خورا کمساري کمښت ښکارندوي کوي. په داسې حال کې چې د روان کال د اپریل میاشتې په ټول‌پوښتنه کې یې محبوبیت ۵۴ سلنه وو.

د جو بایډن د شهرت د راټیټېدو لامل د کوېډ۱۹ ناروغي پراختیا په ځانګړي توګه د اومېکرون نوي بڼې، په ملي کچه د بیو لوړوالی او په ټولنیزه او اقلیمي قانون کې د ډموکراټ ګوند نه بریالي کېدل په ګوته شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې وروسیتو کې امریکایان د بیو د لوړوالي شاهدان وو چې په تېرو ۳۰ کلونو کې یې سارې نه وو. له دې سربېره د ټولنیز او اقلیمي برخه کې د لګښت لپاره د دغه هېواد له کانګرېس سره د ۲ټریلیونو ډالرو په اړه د بایډ‌ن ادارې خبرې له خنډ سره مخ شوې دي.

دغه ټولپوښتنه د مارېسټ پول څېړنیز مرکز له لوري د دوو امریکايي رسنیو په همکارۍ سره ترسره شوې چې ۱۴۰۰ کسان پکې پوښتل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام