ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستې لپاره د امریکا پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې، افغانستان ته د بشري مرستو رسولو د اسانتیا برابرولو لپاره یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.  دا مرستې په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو د ملاتړ په موخه دي او د اسلامي امارت پر اړوندو بنسټونو د بندیزونو لرې کولو په معنی نه دي. 

د ککړې هوا په اړه خلکو ته د ډاکټرانو خبرداری

د ژمي په رارسېدو سره یو‌شمېر روغتیا پالان د کابل ښار د ککړې هوا بدو اغېزو له امله ښاریانو ته خبرداری ورکوي. دوی د پلازمېنې هوا وژونکي بولي او وايي چې په وروستیو ورځو کې د دغه ښار هوا خورا ککړه شوې او خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلې ده.

په امریکا کې د بایډن شهرت خورا کم شوی

هیل ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې د امریکا د مارېسټ پول څېړنیز بنسټ له لوري د شوې ټول‌پوښتنې پر بنسټ، د امریکا ولسمشر جو بایډن په کمساري توګه د دغه هېواد د وګړو ترمنځ خپل شهرت له لاسه ورکړی او دغه کچه ۴۲سلنې ته رسېږي.

۶۰سلنه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب‌الرحمن عمر نن په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. هغه د اوبو مدیریت د اسلامي امارت له اساسي مسوولیتونو څخه ګڼي.

شنونکي: اسلامي امارت باید افغانستان کې د نورو هېوادونو د سیالیو مخه ونیسي

چین د روسیې په ملاتړ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا له‌خوا د هغې چمتو شوې، طرحې مخالفت کړی او هغه یې رد کړې چې پر بنسټ یې په افغانستان کې له بشري مرستو پرته اقتصادي بندیزونه لګېدل. د نړیوالو چارو شنونکی جاوید مومند وایې چې اسلامي امارت باید په افغانستان کې د نړی د سترو هېوادونو د سیالیو مخه ونیسي.

حذیفه: د اسلامي امارت پروړاندې درېدل، د اسلام له دایرې د وتلو خطر لري

د فاریاب امنیه قومندان مولوي نېک‌محمد حذیفه ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت «سپېڅلی الهي نظام» دی او په وینا یې، د دغه نظام قانون قران او سنت دی او بیرغ یې د «الله» او د «رسول» بیرغ دی، نو له همدې امله د دغه نظام پر وړاندې درېدل او یا هم جګړه ورسره کول، د اسلام له داېرې د وتلو خطر لري.

ملګرو ملتونو د خپلو تاسیساتو د امنیت لپاره اسلامي امارت ته د ۶میلیونو ډالرو وړاندیز کړی

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو تاسیساتو او کارکوونکو د امنیت ساتنې لپاره د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ته د ۶ میلیونو ډالرو د ورکړې وړاندیز کړی دی. رویټرز خبري اژانس د یوه پټ سند او له دغې موضوع څخه د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي چې وړاندیز شوې پیسې به په راتلونکي کال کې د اسلامي امارت ځواکونو ته ورکړل شي.

د کانګرېس غړي جو بایډن ته: د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړئ

د امریکا په کانګرېس کې د دموکرات ګوند یو‌شمېر غړو د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن ته یو لیک استولی او له نوموړي یې غوښتي چې په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا او پراخې قحطۍ څخه د مخنیوي لپاره دې، د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو زمینه برابره کړي.