د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیبالرحمن عمر نن کابل کې یوې خبري غوندې ته وویل چې د افغانستان ۶۰‌سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. نوموړی د اوبو مدیریت د اسلامي امارت له اساسي مسوولیتونو څخه ګڼي.

عمر په هېواد کې د وچکالۍ او سېلابونو پر وړاندې د مبارزې د پالیسۍ د چمتووالي خبره هم وکړه او وې‌وېل چې د وچکالۍ ځپلو سیمو پر تثبیت کار روان دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال همداراز د نیمه بشپړو بندونو لکه د کمال خان او د شاه او عروس د بندونو د جوړولو په اړه هم وویل.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دغه وزارت مسوولان دغه راز ژمنه کوي چې پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي او د برښنا د تولید  په برخه کې هم د دوې هلې ځلې دوام لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام