په هرات کې د لوېدیځ زون د اوبو رسولو ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې له کمساري ټیټوالي خبرداری ورکوي او وايي چې د دوی د معلوماتو او سنجش له مخې، په دغه ولایت کې د اوبو کچه تر ۳ مترو ټيټه شوې ده.

هرات کې د لویدیځ زون د ابو رسولو د ادارې رییس محمد‌نادر کاکړ نن د یوې خبري غونډې پرمهال خبرداری ورکړ، که چېرته د دغه ولایت د ځمکې لاندې اوبه ونه سپمول شي او په خپل سري توګه د اوبو د ژورو څاه ګانو د کېندلو مخه ونه نیول شي، هرات به د ګاوندي ایران د یو‌شمېر ښارونو په څېر د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کاکړ په هرات کې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې ټيټوالی د اندېښنې وړ بولي او وايي، په هرات ښار کې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې ټیټوالي د مخنیوي په موخه تمه ده، د هریرود سیند څنډو ته نږدې په «پشتون پل» سیمه کې د اوبو ۱۰ ژورې څاه ګانې وکیندي.

د لوېدیځ زون د اوبو رسولو ادارې رییس د هرات له محلي ادارو غواړي چې د ځمکې لاندې د اوبو کچې ټيټوالي د مخنوي لپاره باید په خپل سري توګه د اوبو د ژورو څاه ګانو د کیندلو مخه ونیسي.

په ورته مهال د هرات یو‌شمېر اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د اوبو د کچې له ټيټوالي او د دغه ولایت د اوسېدونکو له لوري د اوبو نه سپما د اندېښنې وړ بولي او وایي، هغه کسان چې د ودانۍ او د کروندې کار پرمخ وړي، د لګښت له کچې ډېرې اوبه لګوي.

د هرات ښار دغه اوسېدونکي د لوېدیځ زون د اوبو رسولو ریاست څخه غوښتنه کوي چې د اوبو د کمښت څخه د مخنیوي لپاره باید سر له اوسه په بڼوڼو کې د ډېرو اوبو د لګولو مخه ونیسي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې د ښاریانو د څښاک اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره یې د ژورو څاه ګانو پر کیندلو کار پیل کړی دی.



د هرات د والي ویاند ټينګار کوي، که د اوبو رسولو ریاست له لوري د ژورو څاه ګانو د کیندلو مخنیوي په پار کومه طرحه وړاندې شوه، دوی به یې له نورو اداره سره په همغږۍ پلي کړي.

هغه وویل: «په خپل سر توګه د اوبو د ژورو څاه ګانو کیندل د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره شوي او په دې برخه کې باید په سمه توګه څېړنه وشي او د اوبو ریاست له لوري دې بنسټیزه حل لار وړاندې شي. مونږ به یې په عملي کولو کې اقدام وکړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په هرات ښار کې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې ټيټوالي په اړه اندېښنې په داسې مهال دي چې د دغه ولایت په ګاونډ ایران کې یوشمېر ښارونه د اوبو له ناورین سره مخ دي.

‎د هرات ښار  اوسېدونکي اندېښمن دي چې د حکومت او ښاریانو له لوري د اوبو سپما ته نه پام به، د هرات ولایت سربېره، فراه او نیمروز ولایتونه هم د ایران د خوزستان ولایت له برخلیک سره مخ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام