Asset 1SWN

هلمند کې د اوبو کچې ټیټوالی؛ خلک: د څښاک اوبه په پیسو اخلو

IMG_20230122_103836

که څه هم د هلمند سیند د لښکرګاه ښار په څنډه کې بهېږي، خو د ژورو څاګانو د کیندنې له امله دې ښار کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی محدود شوی دی.

د هلمند اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې ورځ تر بلې د ځمکې لاندې د اوبه کچه ټيټېږي او د پاکو اوبو نشتون له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له کبله ګڼ‌شمېر خلک پر بېلابېلو ساري ناروغیو اخته کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د لښکرګاه یوه اوسېدونکي احمدګل وویل: «موږ لس لېټره په پنځه افغانۍ او شل لېټره په لس افغانۍ رانیسو، خلک ناتوانه دي، د رانیولو وس یې نه‌لري، د دې ځای اوبه تروې او د څښاک وړ نه‌دي، که خوږې اوبه راته پیدا نشي، ماشومان او لویان د بېلابېلو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.»

په ورته مهال هلمند کې روغتیاپالان لښکرګاه ښار کې د ساري او نورو ناروغیو لوی لامل د ککړو او ناپاکو اوبو کارول په ګوته کوي.

ډاکټر فیض‌الله انډیوال وویل: «ډېری وایروسي او ساري ناروغۍ د چټلو اوبو د څښاک له امله یو بل ته لېږدول کېږي، لکه ملاریا، مورکه، کولرا، نس ناستی او پولیو.»

هلمند کې د سندیزې حوزې د اوبو د سرچینو امر انجینیر سیدعمر ودان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله خلک تر ځمکې لاندې اوبه د کرنې لپاره هم کاروي او په وینا یې، ځکه تر ځمکې لاندې اوبه کمې شوي او لاهم ښکته ځي.

نوموړي وویل: «کال په کال د نفوس شمېر زیاتېږي چې په دې سره د اوبو کارول هم زیاتېږي، اوبه د تېرو کلونو په پرتله ډېرې کمې شوي. لښکرګاه کې اوس اوبه له ۱۵ څخه تر ۱۶ مترونو پوري ټيټې شوي، خو سیند ته په نږدې برخو کې تر ټولو لوړې اوبه څلور متره ښکته شوي چې پخوا پر دغه ځایونو اوبه ان پر ۱ متر باندي وې.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لښکرګاه ښاریان داسي مهال پاکو اوبو ته د نه لاسرسي څخه شکایت کوي چې د دغه ولایت په ګڼو ولسوالیو په ځانګړې توګه دښتي سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو د نشت او کمښت له کبله په لویه کچه کرنیزې ځمکي هم شاړې پاتې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام