Asset 1SWN

یونېسف: ۷۹سلنه افغان کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ دي

UN0679807wash-afghanistan

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره (یونېسف) وايي چې افغانستان کې شاوخوا ۷۹سلنه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ دي.

یونېسف نن پنجشنبه د لیندۍ ۱۷مه نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دوی د یوې تازه سروې له مخې، افغانستان کې ۷۹سلنه کورنۍ د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې همداراز لیکلي چې دوی به په راتلونکي ۲۰۲۳ کال کې نهه میلیونه وګړو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

له دې وړاندې هم یو‌شمېر کورنیو او بهرنیو بنسټونو هېواد کې د وچکالۍ او اقلیمي بدلون سربېره په بې‌سارې توګه د ژورو څاګانو کیندلو له امله د ځمکې لاندې د اوبو کچې له ټیټوالي خبر ورکړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام