Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی

عکس

په کندهار کې یوې ځایي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د یوې اووه‌لس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، دغه مړی د کندهار د میوند ولسوالي په حوض‌ مدد دښته کې موندل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینې په وینا، یاده نجلۍ چې چادري یې هم پر سر کړې، لومړی خپه او وژل شوې او بیا موټر پرې خېژول شوی دی.

تر اوسه د دې نجلۍ خپلوان نه‌دي موندل شوي او نه هم د دې پېښې د انګېزې او څرنګوالي په اړه معلومات شته.

په همدې حال کې د کندهار د والي ویاند حاجي زید هم سلام‌وطندار ته دا پېښه تایید کړه، خو په اړه یې نور جزیات ور نه کړل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر نجونو، ښځو او نارینه‌وو یا ځانونه وژلي او یا هم د بل چا له لوري وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام