د کندهار ولایت اړوند په خاکرېز ولسوالي کې د تازه لنګې شوې غوا شیدو «ورږو» د خوړو له امله یو کس مړ شوی او  ۴۲ کسان مسموم شوي دي.

د کندهار د والي وياند محمود عزم  سلام‌وطندار سره په خبرو کې وويل چې د خاکرېز ولسوالي په ناصرانو سيمه کې د شيدو «ورږو» د خوړو له امله ۴۲ کسان مسموم شوي چې له ډلې یې یو کس مړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، د ولايت مقام يوشمېر مسوولان او روغتيايي کارکوونکي د مسموم شویو کسانو د درملنې لپاره سیمې ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په وینا، په مسموم شویو کسانو کې د ۴ روغتيايي حالت نازک ښودل شوی.

عزم زیاتوي چې د تازه لنګې شوې غوا خاوند د غوا (ورږه) پر خپلو کليوالو وېشلې و چې وروسته دغه پېښه رامنځته شوه. د والي د وياند په خبره چې د غوا د دغو شيدو (ورږو څه اندازه دوی له ځان سره د تشخیص لپاره روغتون ته هم لېږدوله ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل دی چې د تازه لنګې شوې غوا د شيدو «ورږو» د خوړو له امله په کندهار ولایت کې خلک تر مرګه رسوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام