د کندهار ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د وزګارتیا کچه لوړه شوې او ګڼ‌شمېر کورنۍ د خوړو لپاره څه نه‌لري.

دوی وویل، که څه هم کندهار کې پر بې‌وزلۍ کورنیو د مرستو د وېش لړۍ چټکه شوې، خو دا مرستې د اوږد وخت لپاره د خلکو ستونزې نه شي حل کولای.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندهار اوسېدونکی مطيع‌الله وايي، دولت او مرسته کوونکي بنسټونه دې خلکو سره د مرستو پر ځای، هغوی ته د کار زمينه برابره کړي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «کله چې اسلامي امارت راغی ورځ تر بلې د وزګارتیا کچه لوړېږي، خلک ټول ورځ په تمه ناست وي، که يو څوک ورسره مرسته وکړي، که ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، هېڅکله به خيراتونو ته په تمه نه‌وي، باید خلکو ته د کار زمينه برابره شي.»

د هغوی په وینا، د بې روزګارۍ کچې لوړېدل د ټولنې په امنیتي او ټولنیز وضعیت هم ناوړه اغېز لري.

ورته وخت کې کندهار کې د موسسو مسوولان وایي، هڅه کوي اړمنو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د کار په بدل کې هغوی ته پيسې یا هم خوراکي توکې ورکړي.

کندهار کې د «Serve Afghanistan» موسسې مسوول عبدالطیف حمیدي وویل: «موږ چې دلته فعاليت کوو غواړو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړو او د هغو ځوانانو د استعدادونو څخه ګټه واخلو چې ددي وطن د ابادۍ فکر لري.»

د کندهار د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالي هم سلام‌وطندار ته وويل، هڅه کوي ښځو او نارینه‌وو ته د بنسټیزو او دوامداره کارونو زمینه برابره کړي، څو وکولای شي د خپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه برابره کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هېواد کې د وزګارتیا کچه تر وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته لوړه شوه چې له امله یې زرګونه کسان اړ شوي نورو هېوادونو ته کډوال شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام