ملګري ملتونه: ۲۳ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د سه‌شنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې له سختې لوږې سره د مخامخ وګړو شمېر ۲۳ میلیونه کسانو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې دغه شمېر د ۲۰۲۱ کال تر جولای پورې ۱۴ میلیونو ته رسېده.

افغان کډوالو لپاره د پاکستان نوی قانون؛ بې‌سنده کسان په زور ایستل کېږي

وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت د نوي جوړ شوي قانون پربنسټ، د افغانانو تګ‌ راتګ نور هم سخت کړ، په خیبر پښتونخوا کې ځینې افغان کډوال وايي، تازه جوړ شوی قانون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. یو افغان کډوال سلام‌وطندار ته وايي، کوم کسان چې ویزې یا اسناد نه‌لري اوس هم د پاکستاني پولیس له‌خوا ځورول او نیول کېږي.

هلمند کې د مدني ټولنو فعالیتونه په ټپه درېدلي

په هلمند ولایت کې یوشمېر مدني فعالان وايي چې واک د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یې فعالیتونه په ټپه درېدلي دي. دوی د خپلو فعالیتونو د درېدو ستر لامل، اقتصادي کمزورتیا، وزګارتیا او د اسلامي امارت له لوري یې فعالیتونو نامعلوم او ګونګ شرایط بولي.

هبت‌الله اخندزاده د اسلامي امارت غړیو ته: له قوم‌پالنې او ژب‌پالنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده په خپل تازه پیغام کې د اسلامي امارت له غړیو غوښتنه کړې چې له قوم‌پالنې او ژب‌پالنې ډډه وکړي.

په دغه څوارلس ماده‌ییز لارښود کې د اسلامي امارت له غړو غوښتنه شوې چې له قوم‌پالنې، سمت‌پالنې او ژب‌پالنې څخه په جدي توګه لاس واخلي.

پاکستان کې د پښتنو جرګه: افغانستان کې دې منتخب حکومت جوړ شي

خیبرپښتونخوا کې د «پښتنو قامي جرګې» افغانستان کې د ټاکنو او لویې‌ جرګې له لارې د حکومت جوړولو غوښتنه وکړه. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغې قومي جرګې هرکلی کړی او هغه یې په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د هوارولو لپاره نېک او اغېزمن گام بللی او د یادې جرگې له پرېکړه‌لیک څخه یې ملاتړ اعلان کړی دی.