خیبرپښتونخوا کې د «پښتنو قامي جرګې» افغانستان کې د ټاکنو او لویې‌ جرګې له لارې د حکومت جوړولو غوښتنه وکړه. دغه جرګه چې د خیبرپښتونخوا ایالت بنو ښار کې د دریو ورځو لپاره جوړه شوې وه، تېره ورځ دوشنبه پایته ورسېده.

د دغې جرګې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان کې په زوره د حکومت نیول غیرقانوني او افغان ملت سره خیانت دی او باید د نړیوالو معیارونو پر اساس دغه هېواد کې جمهوري نظام رامنځ ته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خیبرپښتونخوا کې د «پښتنو قامي جرګې» د افغانستان اوسني بحران څخه اندېښنه څرګنده کړې او ملګروملتونو او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو څخه یې غوښتي چې د افغانستان وګړو سره مرسته وکړي او کډوال شویو افغانانو سره قانوني او انساني چلند ولري.

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې دغه جرګه د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان پوځ له لوري د اغزن تار غځول او نصبول نه مني او غواړي چې د کرښې د دواړو خواوو اوسېدونکي په ازاده توګه سوداګرۍ او راکړه ورکړه وکړي او له اسنادو پرته دې تګ راتګ ولري.

ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي خیبر پښتونخوا کې د پښتنو د سترې قومي جرګې هرکلی کړی دی.

هغه پر خپله فېسبوک پاڼه دغه جرگه په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د هوارولو لپاره نېک او اغېزمن گام بللی او د یادې جرگې له پرېکړه‌لیک څخه یې ملاتړ اعلان کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ټاکنو ترسره کول او د خلکو د رایو له لارې د منتخبه حکومت رامنځ ته کول، تر دې وړاندې د یو شمېر مخکېنیو افغان چارواکیو او ځینو هېوادونو له خوا هم مطرح شوي، خو اسلامي امارت تراوسه دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی او خپل اوسنی حکومت یې مشروع او ټول‌ګډونه بللی دی.

د خیبر پښتنونخوا په بنو کې د پښتنو دغه «قامي جرګه» د زرګونو کسانو په ګډون ترسره شوه، چې تر ډېره په کې د پاکستان په سیاستونو خبرې وشوې، خو پاکستاني چارواکو ترواسه د دغې جرګې غوښتنو ته کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام