د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم کې د وینا پرمهال له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغانستان کې دې د ټول‌ګډونه حکومت په پلمه پر افغانانو خپلې غوښتنې نه تحمیلوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، د دوی اوسنی سرپرست حکومت ټول‌ګدونه دی او د هر ولایت او قوم خلک په‌کې شتون لري او له چا سره توپیري چلن نه کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو په اړه، هغه تجربې چې ناکامې شوي او ګټه یې نه ده کړې،  دوی ته دې نه وړاندې کوي.

متقي زیاته کړه چې په هېوادونو کې د نوي حکومت په راتلو سره کابینه نوې کېږي او هغه څه چې نړیوال له اسلامي امارت څخه د ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو په اړه لري، د نړیوالې فورمولې خلاف دي. هغه ټينګار وکړ چې افغانان د  خپلې خوښې حکومت غواړي او نړیوال دې پر مونږ خپلې غوښتنې نه تپي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې عام افغانان له نوي حکومت څخه خوښ دي او هغه کسان چې اروپايي هېوادونو ته تښتېدلي، ګټې یې پرې بندې شوې او غواړي افغانستان کې ستونزې جوړې کړي.

امیرخان متقي افغانستان کې روانو ستونزو ته په اشارې سره وویل چې یادې ستونزې تر یوه بریده حل شوي، اقتصادي سېسټم یې له پاشلتیا ژغورلی او د بانکونو چارې عادي لور ته روانې دي.

هغه همداراز ټينګار وکړ، سربېره پر دې چې د افغانستان شتمني کنګل شوې او اقتصادي ستونزې یې ډېرې شوې، خو دوی په تېرو اوو میاشتو کې توانېدلي چې په کور دننه د ۳۲۰۰ روغتیايي مرکزونو چې په نړیوالو مرستو په پښو ولاړ وو، د تړل کېدو مخه ونیسي او له کورنۍ بودیجې څخه یې تمویل کړي.

متقي زیاته کړه چې نړیوال دې له دوی څخه په دومره کمه موده کې د نورو هېوادونو په څېر د پرمختګ تمه نه کوي، ځکه د هغه په وینا چې افغانان تازه له جګړې راوتي او لا هم په ستونزو کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې ناسته کې پر امریکا، ناټو او نورو هېوادونو تور پور کړ چې په تېرو شلو کلونو کې یې افغانستان کې داسې وسلې کارولي چې د افغانانو روغتیا یې له ګواښ سره مخ کړې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، نړیوالې ټولنې د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یو‌شمېر شرطونه وړاندې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل، د ښځو حقونو ته درناوی او د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو له پرانستلو سربېره، د یو‌شمېر نور شرطونه مراعاتول، هغه څه بللي چې له مخې به یې نړیوال اسلامي امارت په رسمیت پېژني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام