د مخکیني حکومت له سقوط سره هم‌مهاله او د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼ‌شمېر هېوادوال په دې هڅه کې دي چې له هرې ممکنې لارې له هېواده ووځي او نورو هېوادونو ته پناه یوسي. خو داسې شکایتونه هم شته چې کمېشن‌کاران د زیاتو پیسو په بدل غوښتونکو ته ویزې او ټکټونه برابروي.

که ‎څه هم هېوادوال هڅه کوي چې د ایران او پاکستان هېوادونو ویزې او ټکټونه په لوړه بیه ترلاسه کړي او دغو هېوادونو ته د ځمکې او هوا له لارې سفر وکړي، خو د کمېشن‌کارانو له لوري د چمتو کېدونکو ویزو او ټکټونو له لوړې بیې شکایت کوي او وایي چې دوی د خلکو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي او د ډېرو پیسو په بدل کې خلکو ته ویزې او ټکټونه چمتو کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د ایران د ویزې یو غوښتونکی چې کابل کې یې د دغه هېواد سفارت ته مراجعه کړې، وايي چې له دې امله یې له دغه ځای څخه ویزه نه ده ترلاسه کړې چې کمېشن‌کارانو ورڅخه د ویزې په بدل کې د ډېرو پیسو غوښتنه کړې.

د ایران د ویزې دغه غوښتونکی چې نه غواړي هویت یې په ډاګه شي، سلام‌وطندار ته وایي چې له همدې امله کندهار ته ځي او هلته د ایران ویزه اخلي. «دلته ټول قصابان دي، له یوې مخې ټول حلالوي، ټولې پیسې یې ورڅخه اخلي. هوايي ویزې له ۴۰۰ تر۵۰۰ ډالرو او  ځمکنۍ ویزې یې ۳۰۰ ډالره کېږي.»

په ورته مهال په کابل کې د یوه سیاحتي شرکت مسوول ظهیر‌الدین له کمېشن‌کارانو څخه په نیوکې سره وایي، کمېش‌کارانو د سیاحتي شرکتونو قانوني کارونه له خنډ سره مخ کړي او له غوښتونکو څخه د ډېرو پیسو په بدل کې هغوی ته ویزې او ټکټونه برابروي. د نوموړي په وینا، کمېشن‌کاران هره ویزه له ۵۰۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰۰ افغانیو په بدل کې ورکوي.

ظهیر‌الدین زیاتوي، «غوښتونکي لرو، خو له بده‌مرغه د پخوا په شان نشته او هر څه تور بازار خراب کړي. د بېلګې په توګه مونږ چې کله یوه ویزه یوه غوښتونکي ته اخلو او ټول کار یې خلاصوو، پرته له دې چې مونږ له کمپنۍ سره اړیکو ونیسو او ټکټ بوک کړو، له بده مرغه تور بازار یې د ډالرو په بیه له مونږ وړاندې بوک کوي او هر څه خرابوي.»

ظهیرالدین د اسلامي امارت له مسوولانو څخه غوښتنه کوي چې سیاحتي شرکتونو او هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د تور بازار مخه دې ونیسي.

بل‌خوا یو کمېشن‌کار د نوم نه ښودلو په شرط‌ سلام‌وطندار وایي، دوی هغه بېړنۍ ویزې چې هېوادوالو ته یې برابروي، په کم وخت کې یې ورته چمتو کوي، نو مجبور دي چې ترې ډېرې پیسې واخلي. «د ایران او پاکستان هېواد هوايي ویزې  له ۵۰۰۰۰تر۶۰۰۰۰ افغانیو بیه لري او  ځمکنۍ ویزې یې بیا د کار چټکوالي پورې توپیر لري چې له ۲۰۰۰۰ تر ۴۰۰۰۰ افغانیو لګښت لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بهرنیو هېوادونو ته د هېوادوالو کډوالۍ سره هم‌مهاله د تېر په پرتله د نورو هېوادونو د ویزو او ټکټونو بیې دوه برابره لوړې شوي چې د هېوا‌دوالو تند غبرګونونه یې راپارولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام